له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه
پکتیکا:
د سویډن کمیټې ولایتي دفتر په پام کې لري چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱۷۲ ښوونکو لپاره ۱۴ ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړي.
د يادې شوې ادارې مسوولينو په هغه ناسته کې چې د دغه ولايت د ښوونې او روزنې له آمر مولوي عبدالقيوم فاروقي سره ترسره شوه، د دغه سيمينار د جوړولو او د اسانتياوو د برابرولو پر څرنګوالي یې خبرې وکړې.
هرات:
د هرات ولایت د پوهنې ریاست د پایلو د مدیریت لپاره د معلوماتو د مدیریت سیستم یا MIS د هرات ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني له خوا پرانیستل شو.
نوموړي د مراجعينو د بې نظمۍ د مخنيوي او د ښوونځيو د فارغانو د سندونو د کار په بشپړولو کې د اسانتيا رامنځته کولو په موخه د يادې شوې ادارې رامنځته کېدل مهم او اساسي وبلل او ژمنه يې وکړه، چې په دې اقدام سره به د پوهنې پر وړاندې شته ټولې ستونزې حل شي.
کندهار:
د کندهار د پوهنې چارواکي وايي: د کانکور ازموینې له لارو چارو سره د زده کوونکو د پوهاوي په موخه د دغه ولایت د کوبي لېسې په انګړ کې د ۲۱۰ تنو زده کوونکو په ګډون د کانکور نمونه وي ازموینه واخیستل شوه.
د کمیټې جوړونکو د اووم او دولسم ټولګیو د درسي کتابونو له منځپانګې څخه د ګډونوالو لپاره ۱۶۰ پوښتنې چمتو کړې وې.
کابل:
د سروبي د پوهنې آمریت د دې والسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره په کتنه کې په ګرمو سیمو کې د څلورو نیمو میاشتنیو د ازموینو د اخیستو او په سړو سیمو کې د ازموینو د پایلو د پلي کولو په باب خبرې وکړې. او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې خپل کاري راپورونه ژر تر ژره اړونده چارواکو ته وسپاري.
همدارنګه:
د سروبي والسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالله عابد د کابل ولایت د پوهنې ریاست له لورې یتیمانو، معلولینو او اړمنو زده کوونکو ته د رالیږل شوي حفظ الصحې موادو د عادلانه وېش او دغه راز په راتلونکو ازموینو کې د شفافیت د تامین په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې
