لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه شوه
د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند د سالاب عالي لېسې کارکوونکو او زدهکوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یادې ولسوالۍ یو تن علم پرور شخص ښاغلي اسدالله په مالي مرسته د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۰۰ متره په ژوروالي یو حلقه څاه وکیندل شو او د پوهنې چارواکو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد د دغه هېوادوال د ستاینې ترڅنګ، له نورو، په ځانګړې توګه ملي سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره د مدارسو او ښوونځيو په جوړولو کې خپله دیني او ملي ونډه واخلي.
