رسنیز بلنلیک
په پام کې ده، چې د افغانستان.ا.ا د پوهنې وزارت د آزموینو ملي ادارې سره په همکارۍ، د عمومي او سواد زه کړې د ښوونیزو بنسټونو اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو «۸۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه» د آزادې سیالۍ په موخه اعلان ته وسپاري.
ګډون وال: د پوهنې وزارت او آزموینو ملي ادارې مسئولین، د ښوونیزو بنسټونو یو شمېر چارواکي او استازي؛
وخت: د ۱۴۰۳ لمریز کال، د وږي میاشتې ۲۵مه نېټه، یکشنبې ورځ، د ماسپښین ۲ بجې.
پته: د افغانستان. ا.ا. د رسنیو مرکز تالار؛
د ټولو رسنیو محترمو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کېږي، تر څو د پوهنې د دغه پرتمینې غونډې په خبري پوښښ کې له موږ سره مرسته او همکاري وکړي.
والسلام
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
