د یو خیریه بنسټ لخوا د هرات ولایت یو شمېر ښوونځیو ته ۱۰۰ عدده بادپکې وپېرل شوې

د الحاج احمدشاه فقیري خیریه بنسټ له لوري، د هرات ولایت ښوونځیو ته د ۱۹۵ زره افغانیو په لګښت ۱۰۰ عدده بادپکې ځانګړې شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر وویل، دوی په دوامداره توګه هڅه کوي، چې د خیریه بنسټونو او ملي سوداګرو سره سالمې او نږدې اړیکې رامنځته کړي، ترڅو د دوی مادي او معنوي ملاتړ راجلب کړي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د یاد وزارت د پراختیایي پروګرامونو لپاره د ملي سوداګرو او د هېواد د علم پروره خلکو له ملاتړ څخه مننه کوي.