د یونسکو په ۴۰مه ناسته کې د پوهنې وزارت استازې ګډون وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۳:۴۳
د یونسکو په ۴۰مه ناسته کې د پوهنې وزارت استازې ګډون وکړ

د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت د یونسکو ملي کمسیون رئیس محمدشاکر حبیب یار د افغانستان ښوونې او روزنې سکتور په استازیتوب د یونسکو سازمان په ۴۰مه عمومي ناسته کې ګډون وکړ. په دې دوه ورځنۍ ناسته کې چې د نومبر په ۱۲ او ۱۳ د فرانسې پاریس ښار کې تر سره کیږي د نړۍ ۱۹۸ هیوادونو استازو ګډون کړۍ او د (د ښوونې او روزنې، کلتوري، تکنالوژي او ساینس پروګرامونو لپاره پالیسي جوړونو) موضوعاتو په اړه د خبرو اترو لپاره سره راټول شوي. دا کنفرانس د یاد سازمان د غړو هیوادونو سره د یونسکو سازمان د مرستو په اړه د پریکړې کولو لپاره عالي مرجع ده.
افغانستان په ۱۹۴۸ لمریز کال کې د یونسکو سازمان غړۍ شو او سږ کال د یاد سازمان د اجرایوي بورد د غړیتوب لپاره نوماند شوۍ دۍ او د یاد سازمان د غړیتوب تر لاسه کولو وروسته به د یونسکو مالي مرستې د افغانستان لپاره نورې هم ښې شي.
د یونسکو کنفرانس په هر دوه کلونو کې یو ځل د فرانسې په پاریس ښار کې تر سره کیږي او ۴۰۰ غړي لري. د یادونې وړ ده چې د یونسکو سازمان دا مهال د افغانستان پوهنې وزارت سره د نصاب اصلاح، ښوونیز پلان جوړونې او د سواد زده کړې ټولګیو جوړولو په لاره کې مرستې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS