د کونړ ولایت دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۳۹
21

د کونړ ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد پروګرام کې به ګډون‌والو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.

د کونړ ولایت پوهنې مسئولینو د اداري چارو چټکتیا، د وخت ضایع کېدو مخنیوي او په ادارو کې د روڼتیا د ډاډمنولو لپاره د داسې پروګرامونو تنظیمول ګټور وبلل او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د سیمینار له منځپانګې څخه په خپلو ورځنيو رسمي چارو کې اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS