د کونړ ولایت دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

د کونړ ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
په یاد پروګرام کې به ګډونوالو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.
د کونړ ولایت پوهنې مسئولینو د اداري چارو چټکتیا، د وخت ضایع کېدو مخنیوي او په ادارو کې د روڼتیا د ډاډمنولو لپاره د داسې پروګرامونو تنظیمول ګټور وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د سیمینار له منځپانګې څخه په خپلو ورځنيو رسمي چارو کې اعظمي ګټه پورته کړي.