د کونړ ولایت دوو ښوونځیو کې نهه ټولګي جوړ شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۷:۲۲
ساخت ۹ صنف درسی در دو مکتب جداگانه ولایت کنر

پوهنې وزارت، کونړ: د کونړ ولایت پوهنې ریاست په چوکاټ کې د جاپان هېواد په مالي مرسته د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د شانتي موسسې لخوا د مرکز اسعد اباد په ځاګي او تېشې ښوونځیو کې نهه ټولګي جوړ شول او ترڅنګ یې د څښاک اوبه ، ۱۷۱ جوړې چوکې او میزونه او نورې اسانتیاوې هم برابرې شوې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید د مرستندویه موسسو او په ځانګړي ډول د شانتي موسسې له مرستې مننه او قدردانی وکړ او زیاته یې کړه: په پام کې ده چې سږ کال د پوهنې وزارت له لوري د لسګونو نورو ښوونځیو ودانیزې چارې هم پیل شي.

د پوهنې رئیس مجیب الرحمان همدرد وویل: که څه هم دغه سرپناوې په لنډه موده کې جوړې شوي خو د پوهنې ریاست د څار په پایله کې د غوره کېفیت لرونکي دي چې کولی شو ډیر وخت ترې ګټه واخلو.

د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي ښوونه او روزنه د پرمختګ اساس او بنسټ وباله او له مرستندویه ادارو يې وغوښتل چې د پوهنې ملاتړ پاتې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس، د بامیان زون د ښوونکو مسلکي ودې له ورکشاپ څخه لیدنه او څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي، د بامیان ولایت محترم والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي او پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې ۲۵۰ پایې مېزونه او څوکۍ ښوونځیو ته ووېشل شوې

د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو ښوونځیو ته ۲۵۰ پایې مېزونه او څوکۍ وېشل شوي دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وايي، د دغو مېزونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۰:۱۲
Background image

په کندهار ولایت کې د مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د سوېل لوېدیز زون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د مسلکي انکشاف غړو لپاره د ظرفیت لوړونې ۶ ورځنی سیمینار په رسمي ډول په کندهار ولایت کې پیل شو.
په دې علمي ناسته کې د پوهنې. . .

BACK TO NEWS