د کندهار د یو شمیر زده کوونکو سره د قرطاسیی مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۰:۱۱
د کندهار د یو شمیر زده کوونکو سره د قرطاسیی مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_کندهار: د ملي هویت د ساتني او د افغانۍ د ترویج په موخه د افغانستان بانک ادارې په کندهار کي د یو شمیر زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وکړل.
یاده قرطاسیه چي کتابچه ، قلم، بسته او د افغانۍ د استعمال، ترویج اوساتني په موخه ځانګړي بروشورونه پکښي موجود وه پر څلورو ښځینه او نارینه ښوونځیو او دوو دیني مدارسو کي پر (۲۰۰۰) تنو زده کوونکو باندي د افغانستان بانک دفتر د استازو او د نشراتو د مدیر لخوا وویشل شول .
د یادي قرطاسیې د ویشلو پرمهال مسؤلینو د ښوونځیو د امرینو او ښوونکو څخه وغوښتل ترڅو زده کوونکو ته د افغانۍ د ارزښت په اړه معلومات او پوهاوی ورکړي ترڅو هغوی یې د کورنۍ تر غړو او نورو زده کوونکو پوري ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS