د کتاب ډالۍ په ټولنه کې د هر وګړی دنده ده

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۰:۳۳
د کتاب ډالۍ په ټولنه کې د هر وګړی دنده ده

د عمرا خان لیسي زده کوونکو (۲۴۵۳) ټوکه درسي کتابونه د کورونو راټول کړي
دکنړ ولایت د اسد آباد ښار اړوند د عمرا خان لیسي ښوونکو او زده کوونکو د پوهنې وزارت په هدایت او دکنړ ولایت د پوهنې ریاست په هلو ځلو د کور په کور د کتابونو د را ټولولو کمپاین په ترڅ کې (۲۴۵۳) ټوکه درسي کتابونه دکورونو راټول کړي.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله دعمرا خان لیسې په انګړ کې جوړه شوه وه، د کنړ پوهنې رییس د کتاب د ساتنې، لوستنې او ارزښت په اړوند لنډه وينا وکړه او د عمراخان لېسه یی د کتابونو په ټوله ولو کې تر ټولو پياوړې او فعاله وګڼله او زیاته یی کړه، چې د درسي کتابونو د راټول کمپاین به دکنړ ولایت په مرکز او ولسواليو کې دوام لري او د پوهنې وزارت هدايت به انشاالله په ډېر ښه ډول عملي کېږي.
په یادو (۲۴۵۳) ټوکه کتابونو کې د اول ټولګي نه تر دولسم ټولګي پوري درسي کتابونه شامل دي، چي د یادې لیسې و زده کوونکو ته و ویشل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS