د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د کانکور آزمایښتي آزموینه واخیستل شوه
پوهنې وزارت، کاپیسا: د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د دولسم ټولګيو زده کوونکو څخه د کانکور آزمایښتي آزموینه واخیستل شوه، په دې آزموینه کې د دولسم ټولګيو ۲۲۵ تنو زده کوونکو ګډون کړى وو.
د دې آزموينې پیلغونډه کې د کاپیسا د پوهنې رئيس عبدالعلیم عیار ، د تګاب ولسوالۍ د پوهنې آمر خالد کاکړ او د دې ولسوالۍ د تعلیمي څار غړو ګډون درلود.
پیل کې د کاپیسا د پوهنې رئيس عبدالعلیم عیار وويل، د آزموینې اصلی موخه دا ده څو زده کوونکي عمومي آزموينې لپاره ښه چمتو شي . او پوښتنې په دقت سره ځواب کړي.
