د کاپیسا له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۸:۴۶
د کاپيسا ولايت د کوهستاناتو په حصه اول ولسوالۍ کې د يونيسف د سيمه ييز دفتر په مالي مرسته د ښوونځيو د زده کوونکو او د سيمې د خلکو د ګټې اخیستنې په موخه درې پروژې چې د څښاک د اوبو رسولو، اودس خونو او د حوضونو جوړول په کې شاملې دي ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د کاپيسا ولايت د کوهستاناتو په حصه اول ولسوالۍ کې د يونيسف د سيمه ييز دفتر په مالي مرسته د ښوونځيو د زده کوونکو او د سيمې د خلکو د ګټې اخیستنې په موخه درې پروژې چې د څښاک د اوبو رسولو، اودس خونو او د حوضونو جوړول په کې شاملې دي ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د کاپیسا ولایت د اله سای او تګاب ولسوالیو د پوهنې ریاست ۴۷ تنه مامورین او کارکوونکي د دغه ولایت د پوهنې ریاست له خوا و ارزول شول.

د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مدیریت لخوا د نجراب ولسوالۍ د ښوونځیو ۴۱ تنو ښوونکو ته د ساینسي مضامینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
 د دې ولایت د پوهنې ریاست له ګډونوالو وغوښتل، چې خپلې زده کړې او تجربې له خپلو زده کوونکو سره شریکې کړي او د خپلو درسونو عملي اړخونه پیاوړي کړي.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت تر څارنې لاندې د کاپیسا ولایت په اله سای او نجراب ولسوالیو کې له یو شمېر خصوصي مدارسو سره نغدي مرسته وکړه.
 د پوهنې مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو له یادې مرستې خوښي څرګنده کړه.
په کاپیسا ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو او کتابچو مرستې وکړې.
  په یاد شوي تدریسي موادو کې کتابچې، بکسې، پنسلونه او د ښوونکو لپاره ښوونیزې کڅوړې شاملې دي.
د کاپيسا د پوهنې رياست د دغو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او له مرستندويه ادارې يې مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS