د کاپیسا د پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ کال کاري راپور وړاندې کړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۰:۲۳
د کاپیسا د پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ کال کاري راپور وړاندې کړ

د پوهنې وزارت، کاپیسا: د کاپیسا ولایت د پوهنې رییس عبدالعلیم عیار "ملت ته د دولت د حساب ورکولو" تر عنوان لاندې یوه مطبوعاتي ناسته کې چې د کاپیسا ولایت والي عبدالطیف مراد، مرستیال واليانو ، رییسانو او د ولایتي شورا غړو، د دولتي ادارو رییسانو ، مدني ټولنو او رسنیو ګډون درلود د ۱۳۹۹ کار کاري راپور وړاندې کړ.

په یاده غونډه کې د کاپیسا د پوهنې رئیس عبدالعلیم عیار خپلې دندې، لاسته راوړنې او پلانونه څرګند کړل او وي ویل، چې د فساد پروړاندې مبارزه د هغه له لومړیتوبونو څخه ده.
ښاغلي عیار زیاته کړه: "سږکال، د پنځو ښوونځیو د ودانیو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړانډې شوي ، او همدارنګه به په نوي کال کې د ۲۰ بابو ښوونځیو نوې ودانۍ هم جوړي شي.

د پوهنې رییس د ټیکنالوژۍ کارول د اوسني عصر یوه اړتیا وبلل او زیاته یې کړه: "سږکال په کاپیسا کې ۲۰ ښوونځي د کمپیوټر په ټولګیو مجهز شوي او ۵۵ تنه ښوونکي د کانکور له آزموینې وروسته نوي په ډندوګمارل شوي.

همدارنګه هغه د تعلیمي خدماتو وړاندې کولو او درسي موادو چمتو کولو کې د خپل راتلونکي پلانونو په اړه وویل: "د ثانوي زده کړې لپاره ۳۶ ملیونه درسي کتابونه به ولایتونو ته واستول شي، او راتلونکی کال به د درسي کتابونو او تورو تختو پرته هیڅ ښوونځی شتون ونلري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۱
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت له جمهوریت لېسې سره د ۹۳ زره افغانیو مرسته شوې.
ټاکل شوې ده چې یاده مرسته د دغه ښوونځي د نویو درسي ټولګیو د ودانیزو چارو بشپړولو په برخه کې ولګول شي.

میدان وردګ
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۴
Background image

په دایکنډي کې د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د دایکنډي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د محلي ښوونځیو د شوراګانو ۳۳ غړو ته د ښوونې او روزنې د ارزښت او اهمیت په موخه، د پوهاوي یوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
په دې برنامه کې د ښوونې او روزنې د. . .

BACK TO NEWS