د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
لوګر
د لوګر ولایت له جمهوریت لېسې سره د ۹۳ زره افغانیو مرسته شوې.
ټاکل شوې ده چې یاده مرسته د دغه ښوونځي د نویو درسي ټولګیو د ودانیزو چارو بشپړولو په برخه کې ولګول شي.
میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت حصه اول بهسودو ولسوالۍ اړوند له شهرنیرو ښوونځي سره د ۶۰ زره افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو مرسته شوې ده.
پکتیکا
د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ سیدخېل عالي لېسې د نوې ودانۍ لپاره د ۱۳۵۰۰ افغانیو په لګښت ښیښې نصب شوې دي.
خوست
د عامو خلکو په مالي ملاتړ د ۱۵۸۱۰ افغانیو په لګښت، د خوست ولایت شپی لېسې لپاره د اوبو یو حلقه څاه کیندل شوی او پمپ ورته نصب شوی دی.
