د کابل ښار د پوهنې ریاست نوی رئیس معرفي شو
د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د محترم مقام د منظوري پر اساس، مولوي عبدالباسط حقاني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین د معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري د کابل ښار د پوهنې د رئیس په توګه رسما معرفي شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین د مخکني رئیس مولوي احسان الله خطاب خدمتونه وستایل او نوي رئیس ته يې په ورسپارل شوي مسوولیت کې د توفیق غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې مولوي عبدالباسط حقاني تر دې وړاندې د کابل ښار د شپږمې تعلیمي حوزې د آمر په توګه دنده سرته رسوله.
