د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه
د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې ریاست مسوولینو په خپلو ویناوو کې ځوانان د تعلیم او تحصیل دوام ته وهڅول او ویې ویل چې هېواد تعلیمیافته ځوانانو ته جدي اړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار د پوهنې ریاست تېر۱۴۰۴ لمریز کال هم د کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینې د شلو پړاوونو له لارې ۴۸۶۲ تنه د کابل ښار د ښوونځیو بېلابېلو ټولګیو ته جذب کړي وو.
