د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوندو ښوونځیو زدهکوونکو ته د څه باندې ۱۰۰ زره ټوکه درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه
په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت له لوري، ۱۰۴ زره او ۱۵۹ ټوکه درسي کتابونه، د کابل ولایت پوهنې ریاست ته رسېدلي، چې د وېش په موخه به د یاد ولایت د ولسوالیو پوهنې آمریتونو ته تر لېږلو وروسته د ښوونځیو زدهکوونکو ته ووېشل شي.
د کابل ولایت پوهنې ریاست د مسئولینو په وینا؛ یاد کتابونه د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب اړوند دي او له لومړي تر دولسم ټولګي پورې، په دواړو ژبو (پښتو او دری) برابر شوي دي.
