د کابل ولایت شکردره ولسوالۍ کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۱:۳
یبط

د کابل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني په شکردرې ولسوالۍ کې د یو باب منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده.

د چارواکو په وینا، له پوهنې سره یو همکار بنسټ د کابل ولایت په ۷ ولسوالیو کې د ۸ بابه ښوونځیو د جوړولو چارې پیل کړې دي، چې د شکردرې ښوونځی هم له دې حملې څخه دی.

د ښوونځی دغه ودانۍ چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نور اړین ملحقات به ولري، د ۱۰ مېلیونه ۵۴۶ زره ۴۷۲ افغانیو لګښت سره جوړېږي.

د سیمې خلکو د خپلو ماشومانو لپاره د دغه ښوونځي پر جوړېدو د خوښۍ ترڅنګ، په هېواد کې د متوازنو پوهنیزو پرمختګونو په برخه کې د پوهنې وزارت د هڅو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS