د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۲۱:۱۸
د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ د پوهنې وزارت مشرتابه غړو لخوا د اماني لیسې په تالار کې ولمانځل شوه.

دغه غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د اسلامي زده کړو معیین ښاغلي سید آغا د ښوونکي نړیواله ورځ دهیواد ښوونکو استادانوته مبارکي وویله نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د علم او پوهې د ارزښت په اړه د اسلام د مبارک دین په رڼا کې خبرې وکړې او د ښوونکي رول یې په ټولنه کې د هیواد د پرمختګ اوسوکالی لامل وباله .

محترم سید آغا د ښوونکي د رول په اړه د اسلام څخه مخکې جهالت ته په اشارې سره وویل: کوم جهالت چې د اسلام څخه مخکې شتون درلود د اسلام مبارک دین په راتګ سره ختم شو یعني ۱۴۰۰ کاله مخکې د ښوونکي رول او ارزښت ښکاره او خپل لوړ مقام یې درلود او دغه سپیڅلې دنده د بعثت څخه وروسته پیل شوې ده آن تر دې چې د جنګ له اسیرانو څخه به وغوښتل شول هر څوک چې یو تن مسلمان باسواده کړي په بدل کې به یې هغه اسیر آزاد کړل شي.

یعنې د علم او پوهې لاسته راوړل او د ښوونکي رول د سلام د مبارک دین یوله لویو ارزښتونو څخه ګڼل کیږي ښاغلي سید آغا ښوونکي وهڅول تر څو د هیواد بچیان په اسلامي افغاني او وطنپالنې په روحیه وروزي او له غربي دود دستور او کلتور څخه یې لرې وساتي.

د کابل ښار د پوهنې رییس ښاغلي مولوي احسان الله خطاب غونډې ته وینا وکړه او د ښوونکي ورځ یې د هیواد خواري کیښو استادانو ته مبارکي وویله ښاغلي خطاب زیاته کړه چې سږ کال موږ د ښوونکي ورځ په داسې شرایط کې لمانځو چې هیواد مو د نړۍ له یوه لوی طاغوت څخه خپله خپلواکۍ ترلاسه کړې ده ښاغلي خطاب د ښوونکي د ارزښت په اړه خبرې وکړې ښوونکی یې د یوه بل مثال په توګه په ټولنه کې یاد کړ چې ځان سیځې خو نوروته خپله رڼا خپروي.

ورپسې د تضمین کیفیت معین محترم مولوي الحاج عبدالخالق د ښوونکي د ارزښت په اړه مفصلې خبرې وکړې او ښوونکو ته یې د دغه سترې ورځې مبارکي وویله ښاغلي صادق ښوونکي د اسلام د ستر پیغمبر جناب محمد(ص) وارثان یاد کړل او ډاډ یې څرګند کړ چې تر وسې به د ښوونکو د ښه ژوند برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ وساتي.

ورپسې د دفتر د مقام رییس محترم عبدالحکیم همت غونډې ته د خبرو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیام ګډونوالو ته واوروه چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي وو(( درنو ښوونکو پوهڼې وزارت ستاسو د اقتصادي ژوند د ښه کیدو په هڅه کې دی او په دې لاره کې به له هیڅ راز هلو ځلوڅخه ډډه ونه کړي پوهنې وزارت هوډ لري چې د هیواد ګوټ ګوټ ته به د متوازن معارف د خدماتو رسولواو وړاندې کولو ته متعهد دی.))

ښاغلي همت ښوونکو ته د دغې سترې ورځې مبارکې تر څنګ له دوي وغوښتل چې که تاسو دهیواد بچیان به اسلامي او افغاني روحیه وروزۍ لرې به نه وي چې د هیواد راتلونکی به مو تضمین کړی او ان شاالله په ډیر کم وخت کې به د ترقۍ او پرمختګ لوړو پوړو ته ورسیږي.

ښاغلي همت له ښوونکو وغوښتل چې هڅه وکړي د هیواد بچیان له پردي کلتورڅخه لرې وساتۍ تر څو یو ځل بیا د پردویو د دسیسو ښکار نه شو ښاغلي همت څرګنده کړه لکه څرنګه مو چې په نظامي ډګر که دا خبره ثابته کړه چې د نړۍ هیڅ زبر ځواګ خپلې شومې برنامې نشي پلي کولی اوس به دا ورته په ډاګه کړو چې علم اوپوهې ښوونې اوروزنې په ډګر کې هم اففان سیال نه لري.

پوهنې وزارت ستاسو د ښه ژوند لپاره ځان متعهد بولي او خپلې هیڅ راز مرستې به له تاسو څخه ونه سپموي ان شاالله بدې او تورې ورځې تیرې شوې دي او د ښو ورځو د راتلو په درشل کې یو.

په پای کې یو شمیر ممتاز ښوونکي د دریمې درجې تقدیر نامو په ورکولوسره ونازول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لوګر ولایت ښوونځیو ته د اداري او درسي وسایلو وېش پیل شو

د لوګر ولایت په ۳۹ بابه ښوونځیو کې د ۹ قلمه اداري او درسي وسایلو وېش د پوهنې وزارت په همکارۍ د یو مرستندوی بنسټ له لوري پیل شو، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو ته رسېږي.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۳ تنو هغو ماشومانو څخه چې له کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د پوهنې مسئولینو په حضور کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۳۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند «ده‌غوچي» منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د خلکو په مالي ملاتړ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د یادې پروژې لومړنی لګښت له یو میلیون. . .

BACK TO NEWS