په دایکنډي ولایت کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند «دهغوچي» منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د خلکو په مالي ملاتړ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د یادې پروژې لومړنی لګښت له یو میلیون افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی.
ټاکل شوې ده چې دغه ښوونځی د شپږو درسي ټولګیو، دوو اداري خونو او نورو اړینو ملحقاتو په لرلو سره جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې په ۱۳۸۸ ل کال کې د پورته ذکر شوي ښوونځي لپاره درې جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د محترمو خادم او محمدحسین له لوري چې د یاد ولایت اوسېدونکي دي، وقف شوې وه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د تعلیمي نظام پیاوړتیا په برخه کې د خلکو له ملاتړ څخه قدرداني کوي.
