د ډایکنډي ولایت د سړو سیمو په ولسوالیو کې د ښوونځیو کلنۍ آزموینې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۳:۴۸
پروسه امتحانات سالانه مکاتب ولسوالی‌های سردسیر ولایت دایکندی آغاز شد

د پوهنې وزارت، ډایکنډي: د پوهنې وزارت په لارښوونه د ډایکنډي ولایت د سړو سیمو په ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۳۹۹ کال کلنۍ آزموینو پروسه پیل شوه.

د ډایکنډي پوهنې ریاست د عمومي زده کړو امرې شریفه اکبري او د یاد ریاست د نظارت غړو، مرکزي ولسوالۍ پورې اړوند د سنګموم په نوم د هلکانو په یوه ښوونځي کې د آزموینو د پیل له بهیر څخه څارنه وکړه ، او له چارواکو یې وغوښتل چې آزموینې د یاد وزارت له لاښوونې سره سمې واخلي.

د یادونې وړ ده چې د کلنۍ آزموینو بهیر، د اشترلي، خدیر، سنګ تخت اوبندر ولسوالیو له ځینو ښوونځیو پرته، په نورو ټولو ښوونځیو کې پیل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د یادو ولسوالیو په ډیرو سړوسیمو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې په لسمه نیټه پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۱
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت له جمهوریت لېسې سره د ۹۳ زره افغانیو مرسته شوې.
ټاکل شوې ده چې یاده مرسته د دغه ښوونځي د نویو درسي ټولګیو د ودانیزو چارو بشپړولو په برخه کې ولګول شي.

میدان وردګ
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۴
Background image

په دایکنډي کې د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د دایکنډي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د محلي ښوونځیو د شوراګانو ۳۳ غړو ته د ښوونې او روزنې د ارزښت او اهمیت په موخه، د پوهاوي یوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
په دې برنامه کې د ښوونې او روزنې د. . .

BACK TO NEWS