د څلورو ولایتونو ترمنځ د صرف او نحوې علمي سیالۍ، د جایزو په وېشلو پای ته ورسېدې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۷
zxczxc

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په څلورو ولایتونو (کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان) کې د صرف او نحوې په برخه کې ترسره شوې شپږ ورځنۍ علمي سیالۍ، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د جایزو په وېشلو سره پای ته ورسېدې.
په همدې موخه په سمنګان ولایت کې جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي، د یادو ولایتونو د پوهنې رئیسانو، ګڼ شمېر علماءکرامو او مسوولینو ګډون درلود.
د دغو علمي سیالیو غوره ګډونوالو ته د دارالعلومونو ریاست له لوري ځانګړې جایزې په پام کې نیول شوې وې، چې کمپیوټرونه، د قرآن کریم نسخې، جامې او نورې ډالۍ پکې شاملې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۹
Background image

د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس سرپل ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د  داخلي تفتیش رئیس محترم قاري عتیق‌الله مؤذن له مل پلاوي سره سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۶
Background image

د کابل ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې علمي او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، د کابل ښار د پنځمې تعلیمي حوزې اړوند حدیقه العلوم خصوصي ښوونځي کې په یوه علمي او اصلاحي برنامه کې ګډون وکړ، ښوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۷
Background image

د څلورو ولایتونو ترمنځ د صرف او نحوې علمي سیالۍ، د جایزو په وېشلو پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په څلورو ولایتونو (کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان) کې د صرف او نحوې په برخه کې ترسره شوې شپږ ورځنۍ علمي سیالۍ، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS