د ځینو ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۱:۶
14

پکتیا

یوې خیریه اداې، د پکتیا ولایت په ولسوالیو کې ۳۶ بابه مدارسو او دارالحفاظونو ته ۱۱۰۰ جلده قرآن کریم ډالۍ کړ او په زرمت ولسوالۍ کې یې د ۴ بابه دارالاېتامونو زده‌کوونکو سره د البسې مرسته وکړه.

له یاد ولایت څخه یو بل خبر

له پوهنې سره یوې همکارې ادارې د درېیم ټولګي زده‌کوونکو ته ۱۰ زره ۶۵۳ ټوکه درسي کتابونه ځانګړي کړل.

لوګر

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ یو بانفوذه شخصیت او د پوهنې مینه وال الحاج عبدالرحمن خان له لوري، د یاد ولایت شاه خلوتي عالي لېسې ته د ۱۰۰۰۰ افغانیو په لګښت د برېښنا تولید یو جنراتور وپېرل شو.

غزني

غزني ولایت کې یوې خیریه ادارې، په مرکز او ولسوالیو کې ۵۹ بابه ښوونځیو ته ۱۲۰۰ کڅوړې جامې او ۲۹۰۰ جلده قرآن عظیم الشان ډالۍ کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS