د پکتیکا ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو لوی ریاست په همکارۍ "د اداري پروسو ساده کول" تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتونو نږدې ۱۲۰ تنو کارکوونکو ګډون درلود.
په دغه سیمینار کې د اصلاح شویو اداري پروسو ګټې، د روڼتیا اهمیت او د خدماتو په وړاندې کولو کې د اداري پروسو نوې اسانتیاوې تشرېح شوې.
چارواکو په ویناوو کې له ګډونوالو وغوښتل چې خپل زدهکړي مهارتونه په ورځنيو رسمي فعالیتونو کې پلي کړي.
