د پکتیکا ولایت تعلیمي مرکزونو د ښوونکو تدریسي کیفیت وارزول شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۹
8589

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو، د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې د ښوونکو تدریسي کیفیت لوړولو په موخه، د ښوونځیو له ۱۰۸۰۰ درسي ټولګیو څخه لیدنه کړې ده، تر څو د ښوونکو د تدریس کیفیت او د زده‌کوونکو تعلیمي کچه وارزوي.
د دغو لیدنو پر مهال، د ښوونکو د تدریس طریقې، له زده‌کوونکو سره تعامل، د درسي موادو کارونه او د درس وړاندې کولو لارې چارې له نږدې ارزول شوې دي.
همدارنګه، ښوونکو ته د اغېزمن تدریس په اړه لازمې لارښوونې او مسلکي مشورې هم ورکړل شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS