په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه
د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې اساسي موخه د ښوونکو، سرښوونکو او مدیرانو د اداري او تدریسي مهارتونو لوړول او په ښوونځیو کې د ښوونیز او تدریسي کیفیت ښه والی دی.
