د پکتیا ولایت له پوهنې ریاست څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۲:۵۳
ظزظط

- د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د خپل ریاست ودانۍ، یوه مدرسه او د دې ولایت په مرکز او زرمت، شواک، احمدابا او جاني‌خېل ولسوالیو کې ۷ بابه ښوونځي د ۵.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغولي دي.

- د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ پوهنې شورا لخوا، له ایمني لېسې سره د ۴۵زره افغانیو مرسته شوې، چې د ښوونځي د ترمیم او تجهیز لپاره کارول شوې ده.

- د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ پوهنې آمر د ۳۵ زره افغانیو په لګښت، د یادې ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د اسنادو ذخیره کولو لپاره یوه الماری پېرلې ده.

- د پکتیا ولایت د زرمت، روحاني بابا، شواک، ګرده‌څېړۍ او وزي ځدراڼ ولسوالیو د ۱۰۵ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو پنځه ورځني سیمینارونه ترسره شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS