د پکتیا ولایت له پوهنې ریاست څخه څو لنډ خبرونه
- د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د خپل ریاست ودانۍ، یوه مدرسه او د دې ولایت په مرکز او زرمت، شواک، احمدابا او جانيخېل ولسوالیو کې ۷ بابه ښوونځي د ۵.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغولي دي.
- د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ پوهنې شورا لخوا، له ایمني لېسې سره د ۴۵زره افغانیو مرسته شوې، چې د ښوونځي د ترمیم او تجهیز لپاره کارول شوې ده.
- د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ پوهنې آمر د ۳۵ زره افغانیو په لګښت، د یادې ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د اسنادو ذخیره کولو لپاره یوه الماری پېرلې ده.
- د پکتیا ولایت د زرمت، روحاني بابا، شواک، ګردهڅېړۍ او وزي ځدراڼ ولسوالیو د ۱۰۵ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو پنځه ورځني سیمینارونه ترسره شول.
