د پکتیا له پوهنې ریاست څخه خبرونه
پکتیا
د مرستندویو بنسټونو استازو د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد سره د لیدنې پر مهال د خپلو راپورونو د وړاندې کولو ترڅنګ په یاد ولایت کې د خپلو پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې د مرستو او د ښوونیز چاپیریال د برابرولو غوښتنه وکړه.
د پکتيا پوهنې رئيس د يادو ادارو له مرستو څخه مننه وکړه او د پوهنې په برخو کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه او له یادو بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې خپلې ټولې ښوونیزې چارې د پوهنې له رياست سره په همغږۍ ترسره کړي.
همدا شان ښاغلي خالد تر خپل کنټرول لاندې د سیمه ییزو ښوونیزو بنسټونو د فعالیتونو پر څارنې ټینګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل، چې د ښوونکو او کارکوونکو په ټاکلو او ګمارلو کې دې د لیاقت اصول په پام کې ونیسي.
د پکتيا ولايت د پوهنې رئيس وايي: د تعلیمي څارنې د کارکوونکو له خوا د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ښوونځيو د څارنې لړۍ هره ورځ دوام لري.
د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا؛ د دغه ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیزو چارو د ښه والي او پرمختګ په موخه د یاد ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې کارکوونکو د یو شمېر ښوونځیو، دیني مدارسو او سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د نصابي او اداري فعالیتونو څخه په مرکز او د دې ولایت په سیدکرم، لجه منګل، وزي ځدراڼ، ډنډ پټان، احمدخېلو، شواک، آریوب ځاځي، احمدآبا، جاني خېلو او ګردي څېړي ولسوالیو کې د ښوونیزو ادارو له مدیرانو او ښوونکو سره وکتل. او هغوی ته یې د ښوونې او روزنې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د پکتیا ولايت د لجه منګل ولسوالۍ د پوهنې آمر وايي: د شاتو کلي دیني مدرسه له څو کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شو او د پوهنې د مسوولينو او ديني عالمانو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانيستل شو.
د پکتیا ولایت د ځدراڼو ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولین وايي: د دې ولسوالۍ د شهید مفتاح العلوم الحنفیه مدرسې څخه ۱۱ تنه د قرآن کریم حافظان د حفظ له دورې څخه فارغ او د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ستاینلیکونو وستایل شول.
پکتیا
د پاملرنې موسسې په مالي مرسته او د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ د یاد ولایت د وزي ځدراڼ، شواک، زرمت او ګردې څېړۍ په ولسوالیو کې د همدې ادارې په ملاتړ د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د ښوونکو لپاره ۱۲ ورځنی میتودیک سیمینار پیل شو.
دغه راز د یونیسف سیمه ییز دفتر کارکوونکو د متیه عالي لیسې پر زده کوونکو قلمونه او کتابچې هم ووېشلې.
