د پکتیا او پنجشیر له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه
پکتیا
د پکتیا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د دغه ولايت د پوهنې رياست له آمرینو او مديرانو سره د کاري غونډې په ترڅ کې د مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ يوه کمېټه موظف کړه، چې د ولسوالیو د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سيالۍ لپاره کړنلاره جوړه کړي. چې پر اساس یې زده کوونکي په یوه ډاډمن چاپیریال کې ورزشي سیالۍ ترسره کړي.
د پکتیا ولایت د احمدآبا ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولینو د ADA او یونیسف موسسو له استازو سره وکتل او په یاده ولسوالۍ کې یې د سیمه ییزو ټولګیو د فعالیتونو په باب خبرې وکړې.
د پکتیا ولایت د تعلیمي څارنې کارکوونکو د ګردیز ښار او د دې ولایت د ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو له ښوونیزو او اداري چارو څخه څارنه وکړه.
پنجشیر
په پنجشیر ولایت کې د رخې ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د غلام حیدر خان د نجونو لېسې له ښوونیزو او اداري چارو څخه څارنه وکړه.
د څارنې په دغه پروګرام کې پر يادو موضوعاتو سربېره د يادې لېسې زده کوونکي یې وهڅول او هغوی ته یې د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې.
همدارنګه:
د پنجشير ولايت د عنابې ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر حبيب احمد محمدي تر خپل کنترول لاندې د يو شمير ښوونځيو له ښوونیزو چارو څخه څارنه وکړه او د دغو ښوونځيو له زده کوونکو سره يې وکتل .
همدا ډول:
د پنجشير ولايت د مرکز بازارک د تعلیمي څارنې غړو د دغې ولسوالۍ د يو شمير ښوونځيو له فعاليتونو څخه څارنه وکړه .
