د پوهنې په برخه کې د هېواد د معارف دوسته خلکو مرستې ادامه لري

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۱:۱۵
ifdg

لوګر:

د لوګر ولایت عامو خلکو د ۱۲ زره افغانیو په ارزښت، د قلعه ابراهیم خان او شهید سعدیه ښوونځیو لپاره د اوبو یو پمپ واخیست او د یادو ښوونځیو د اوبو رسولو سیسټم یې فعال کړ.

یو ځل بیا له همدې ولایت څخه:

د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار اوسېدونکي خواجه احمد، د شکریه شهید لېسې له ۴۴۰ تنو زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وکړه.

میدان وردګ:

د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ لاچي خېلو منځني ښوونځي ته د ۸ زره افغانیو په ارزښت برېښنايي وسایل وپېرل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته درسي مواد ووېشل شول

د لوګر ولایت پوهنې ریاست په مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې د ۲۰ بابه تقویتي ټولګیو ۲۰ تنو ښوونکو او ۶۰۰ تنو زده‌کوونکو ته درسي مواد توزیع کړل.
په دې درسي موادو کې د ښوونکو ته ۵ قلمه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په ۳ ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو مرکزونو د رغونې او ترمیم پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا؛ د یادې ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې سره سم، د همدغې ادارې د. . .

BACK TO NEWS