د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي مشرانو جرګي ته د ښوونې او روزنې وروستني حالات وړاندي کړل

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۹:۴۰
د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي مشرانو جرګي ته د ښوونې او روزنې وروستني حالات وړاندي کړل

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د مشرانو جرګي عمومي غونډیي ته د ښوونې او روزنې په برخه کي د هیواد وروستني حالات وړاندي کړل.

د پوهنې وزیر داکتر بلخي د مشرانو جرګي سناتورانو ته د نجونو زده کړو په رابطه د طالبانو ترولکي لاندي سمیو کي د ښوونکو معاشونو د ستونزو حل د کتابونو چاپ او ویش او د ښوونکو د ظرفیت لوړوالي په اړه معلومات ورکړل.

د پوهنې وزیر د مشرانو جرګي عمومي غوندي ته یاده کړه چي په دي نژدي وختونو کي يي د طالبانو له لوري پيغام تر لاسه کړی چي په کندز ولایت د طالبانو ترولکي لاندي سیمو کي نجونو ته تر ۱۲ ټولګي د زده کړ اجازه ورکول کیږي دا په داسي حال کي ده چي طالبان د هیواد په نورو سیمو کي چي د دوي تر ولکي لاندي دی نجونو ته تر ۶ شپږم ټولګي پوري د زده کړو اجازه ورکړي ده.

همدارنګه د پوهنې وزیر د ښوونکو د معاشونو د لوړوالي په برخه کي څلور وړاندیزونه ماليي وزارت ته وړاندي کړي او زیاته يي کړه چي د ماليي وزارت د ځواب په تمه یو.

د پوهني وزیر په ښوونځیو کي د کتابونو د کمښت په برخه کي وویل چي اوس مهال ۹۰ میلیونه کتابونه د زده کوونکو لپاره کمبود دي چي ۱۲.۲ میلیونو ټوکه کتابونه چاپ شوی او ویش یي دوام لري او ۳۷ میلیونه ټوکه کتابونه تر چاپ لاندي دي او پوهنې وزارت هڅه کوي ترڅو هغه کتابونه چي په کورونو کي موجود دي راټول او د ۵۰ زره ټوکه کتابونو ستونزه پري هواره کړي.

پوهنې وزیر ډاکتر بلخي ټینګار وکړ چي د ښوونې او روزني په برخه کي د ستونزو حل د دولتي بنسټونو، نړیوالو همکارانو او خلکو مرستو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS