د پوهنې وزارت کې د کانکور ازموینې د لس تنو ممتازو بریالي شویو زده کوونکو د ستاینې په مناسبت غونډه جوړه شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۱:۴۴
د پوهنې وزارت کې د کانکور ازموینې د لس تنو ممتازو بریالي شویو زده کوونکو د ستاینې په مناسبت غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې د کانکور ملي ازموینې د لس تنو ممتازو بریالي شویو زده کوونکو د ستاینې په مناسبت غونډه جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید بریالي شویو ممتازو زده کوونکو ته مبارکي وویله او ویې ویل، چې د کانکور په ملي ازموینه کې په لوړو نومرو سره ستاسې بریالیتوب په حقیقت کې د افغانستان د ټول شریف ملت بریالیتوب دی او ددې بریالیتوب په ویاړ کې د هیواد هر وګړی شریک دی. نوموړي زیاته کړه، تاسې د ګران هیواد افغانستان مشترکه معنوي سرمایه یاست، هڅه وکړئ چې معیاري لوړې زده کړې او وړتیاوې تر لاسه او د هیواد او ټولنې لپاره د خدمت کولو مصدر وګرځئ.
ورپسې د یاد وزارت د کیفیت د تضمین معینیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق وینا وکړه او ویې ویل چې د کانکور په ملي ازموینه کې په لوړو نومرو ستاسې بریالیتوب دا ښيي چې تاسې زحمت ایستلی دی، وخت مو نه دی ضایع کړی او په ښه ډول سره مو زده کړه کړېده. نوموړي زیاته کړه، تاسې باید په راتلونکي کې هم همداسې هڅاند او زیار کښ واوسئ، خپل دین، هیواد، ټولنې او ارزښتونو ته ژمن پاتې شئ اوپه لوړ همت سره د لوړو زده کړو ډګر ته داخل شئ.
وروسته په نوبت سره له لومړۍ نومرې څخه تر لسم نومرې پورې بریالي شويو ممتازو زده کوونکو لنډې ویناوې وکړې او په خپلو ویناوو کې یې د اسلامي امارت په تیره بیا د پوهنې وزارت له تشویق او هڅونې څخه مننه وکړه او  ژمنه یې وکړه، چې د تل لپاره به په خپلو درسونو کې زیار باسي او هڅه به کوي ترڅو هیواد او ټولنې ته د خدمت کولو مصدر وګرځي.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت له لوري بریالي شویو لس تنو ممتازو زده کوونکو ته ستاینلیکونه او سوغاتونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS