د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د کمپیوټر، انګلیسي او عربي ژبو روزنیز کورسونه جوړ شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۲:۳۹
yut

د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او پراختیا لوی ریاست د تشکیلاتو ریاست 
د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د کمپیوټر، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړې روزنیز ټولګي جوړ شول.
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او پراختیا لوی رئیس، مفتي محمد یوسف ثاقب، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس، مفتي عبدالحلیم حلیمي، د استخدام رئیس مولوي محمد صادق صدیقي، هم ورسره ملتیا کوله د دې روزنیز پروګرام پرانیستنه وکړه.
د بشري سرچینو لوی رئیس د یاد روزنیز پروګرام د پرانیستلو په مراسمو کې د کارکوونکو پر مسلکي والي د ټینګار ترڅنګ د روزنیز پروګرام پر ګټو تفصیلي خبرې وکړې. 
ور پسې د تشکیلاتو او استخدام رئیسانو د خپلو خبرو په ترڅ کې له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې حاضري ته جدي پاملرنه وکړي او د روزنیز پروګرام له محتوا څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي. 
د يادونې وړ ده، چې دغه روزنيز پروګرام به په ټوليزه توګه درې مياشتې دوام وکړي او د زده کړې بهير به د تجربه لرونکو استادانو له لوري پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS