د پوهنې وزارت پلاوي لغمان ولایت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او پلان ریاستونو ګډ پلاوي لغمان ولایت ته رسمي سفر وکړ او د ياد ولایت له پوهنې رئیس او دیني علماوو سره يې د لیدنې پر مهال، هغوى ته د پوهنې د درې کلن ملي پلان د مسودې په تړاو معلومات وړاندې کړل.
په دغه کتنه کې د ياد ملي پلان د جوړښت په اړه چې د هېواد په کچه د ښوونې او روزنې د وضعیت تحلیل پکې شامل وو، بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد مېلمنو ته د ښه راغلاست پرمهال د یاد پلان د اهمیت په اړه خبرې وکړې او دا یې د پوهنې وزارت په ګډون د ټولو ادارو لپاره یوه اړینه او مهمه موضوع وګڼله.
په پای کې ګډون والو د پوهنې ملي پلان د بشپړولو په موخه خپل نظریات د پوهنې وزارت پلاوي ته وړاندې کړل، چې د ګډون والو دغه وړانديزونه د پلاوي له لوري ياداشت شول.
