د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۳:۳۶
123

د کابل ښار په اماني عالي لېسه کې د ښوونکي نړیواله ورځ د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د رياست الوزراء اداري مرستيال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د افغانستان.ا.ا.د چارو ادارې لوی رئيس، شیخ مولوي نورالحق انور، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا، د ياد وزارت معينانو، مرکزي رئيسانو، د کابل ښار پوهنې رئيس، علماوو، مشرانو، د يو شمېر لېسو ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود، ولمانځل شوه.
غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو آیتونو سره پيل شوه، ور پسې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا، د هېواد ټولو ښوونکو ته د هغوی د وياړلې ورځې په مناسبت مبارکي وويله او څرګنده يې کړه، چې د هېواد ټولو بچيانو ته د ديني او عصري علومو د زده کړو لپاره آسانتياوې برابرول يې له لومړنيو موخو څخه دي.
همدارنګه نوموړي د پرديو له احتیاج څخه د هېواد د خلاصون يوازینۍ لاره د ښوونيز نظام پياوړتيا وبلله.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معين، الحاج مولوي عبد الخالق صادق، ښوونکو ته د یادې ورځې مبارکي وويله او هغوی يې د ټولنې بنسټ اېښودونکي او د روښانه ذهنیت جوړونکي وبلل.
په ياده غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د هېواد ټولو ښوونکو ته د هغوی د ورځې د مبارکۍ په ترڅ کې وويل، چې د ا.ا په راتګ سره د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه راغلي دي.
نوموړي، له ټولو ښوونکو څخه وغوښتل، چې د هېواد پر ځان بساينې او پرمختګ په موخه، نوی نسل او د هېواد بچيان پر اسلامي او ملي روحيه وروزي.
د غونډې په ترڅ کې د ښوونځيو او مدارسو زده کوونکو خپل چمتو کړي، نعتونه، ترانې او شعرونه ولوستل، چې د ګډون والو د خوښۍ او پاملرنې وړ وګرځېدل.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري يو شمېر رئيسانو، ښوونکو او استادانو ته د هغوی د نه ستړې کېدونکو خدمتونو له امله ستاينليکونه ورکړل شول.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS