د پوهنې وزارت له لوري د اماني عالي لېسې په انګړ کې د یو شان، متمرکزو او معیاري ازموینو بهیر پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۳۲
5151

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت له لوري د کابل ښار د اماني عالي لېسې په انګړ کې د یادې لېسې د لسمو ټولګیو له شاوخوا ۶۶۰ تنو زده‌کوونکو څخه د یو شان، متمرکزو او معیاري ازموینو بهیر پیل شو.
د دغو ازموینو اساسي موخه د ښوونیز کیفیت لوړول، د زده‌کوونکو د علمي کچې په ارزونه کې د روڼتیا او عدالت تأمینول او د هېواد په کچه د ښوونې او روزنې د یو شان او معیاري نظام پیاوړتیا ده.
د برنامې په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یادو ازموینو د څرنګوالي، موخو او ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ويې ویل: د دغو ازموینو بنسټیز معیار د زده‌کوونکو وړتیا، استعداد او علمي کچه ده؛ له همدې امله یې له زده‌کوونکو وغوښتل چې د بریا په موخه خپلو زده‌کړو ته جدي پام وکړي، پراخه مطالعه او لازمې هڅې ترسره کړي.
ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحبزاده، د ښوونې او روزنې پر خپلمنځي اړیکو او په ښوونیز بهیر کې د دواړو ارزښتونو پر اهمیت خبرې وکړې. 
نوموړي څرګنده کړه چې د باکیفیته ښوونیزو موخو ترلاسه کول هغه مهال شوني دي، چې زده‌کوونکو ته له علمي زده‌کړو سره په څنګ کې لازمې اخلاقي او روزنیزې لارښوونې هم وړاندې شي؛ ځکه ښوونه او روزنه یو له بل سره نه بېلېدونکې اړیکه لري او د یوه سالم او وړ نسل په روزنه کې اساسي رول لوبوي.
د یادونې وړ ده چې د یو شان، متمرکزو او معیاري ازموینو دغه بهیر اوسمهال د پوهنې وزارت تر مستقیمې څارنې لاندې د کابل ښار په لسمو او یوولسمو ټولګیو او د ملک په سړو سیمو کې د ښوونځیو په لسمو ټولګیو کې پیل شوى دى.
د دغو ازموینو په پلي کېدو سره به د زده‌کوونکو د علمي وړتیاوو د ارزونې بهیر لا منظم، شفاف او معیاري شي او د ښوونیز کیفیت د لوړولو لپاره به د اړینو پرېکړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱۳
Background image

د کابل له عالي عربي دارالعلوم څخه ۲۶۱ تنه طلاب فارغ شول

نن د کابل عالي عربي دارالعلوم د ۲۶۱ تنو طلابو د فراغت په مناسبت شانداره مراسم، د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي، مرکزي رئیسانو، د افغانستان ا. ا د یو شمېر لوړپوړو مېلمنو، علماءکرامو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱
Background image

په ننګرهار کې د یوه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ پیرخېل سیمه کې د قومي مشرانو او ځایي سوداګرو په مالي همکارۍ، د ٣٠٠زره افغانيو په لګښت د الفاروقیه دارالعلوم لپاره د یوې درې پوړیزې ودانۍ بنسټ ډبره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۵۸
Background image

په کونړ کې یوه ښوونځي ته د ۲۷۲ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت ښوونیزې اسانتیاوې برابرې شوې

د کونړ ولایت مرکز اړوند «دندونو» عالي لېسې د ښوونیزو امکاناتو پیاوړتیا او د تدریسي بهیر لاښه‌والي په موخه، د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۲۷۲ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت ښوونیز. . .

BACK TO NEWS