د پوهنې وزارت له خوا ۹۳۹۸ قلمه استهلاک شوي توکي لیلام شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۱۷
25

نن د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس او مسئولینو په حضور کې، د یاد وزارت استهلاک شوي ۹۳۹۸ قلمه بېلابېل توکي د آزاد رقابت پروسې له لارې لیلام ته وړاندې شول.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس استاد حبیب الله "خالد" وویل: په دغو استهلاک شویو توکو کې کمپیوټرونه، مېزونه، څوکۍ، ماشینونه او نور بېلابېل اجناس شامل دي، کوم چې په بشپړ ډول له کاره لوېدلي وو او نن د ۱۵۰ داوطلبانو تر منځ د آزادې سیالۍ له لارې لیلام ته وړاندې او د پلور تړون به یې له ګټونکي شرکت سره لاسلیک شي.

نوموړي زیاته کړه، د ټولو لیلام شویو توکو شمېر تر ۹۳۹۸ قلمه پورې رسېږي او ټولیزه بیه یې ۴ مېلیونه ۵۳۰ زره افغانۍ ده، چې د پلور پیسې به یې د افغانستان اسلامي ا/مارت خزانې ته حواله شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه غیر فعال توکي له تېرو څو کلونو راهیسې د پوهنې وزارت په ګدامونو کې پراته وو او نن د یاد وزارت خدماتو ریاست د ځانګړي پلان پر بنسټ وپلورل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS