د پوهنې وزارت سرپرسې د کوچیانو چارو د همغږۍ ادارې له مسوولینو سره وکتل
پوهنې وزارت– کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي د کوچیانو د چارو د همغږۍ ادارې له مسلکي معاون ښاغلي زمري کوچي، د کوچیانو د ښوونې او روزنې ریاست رئيس ښاغلي ډاکټر نذیر احمد او د کوچیانو د چارو ادارې د دفتر رئيس ښاغلي نثار احمد سلطانزوی سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د کوچیانو د چارو د همغږۍ ادارې مسوولینو د پوهنې وزرات له رهبرۍ څخه په مننې د کوچیانو ستونزې او اندیښنې لکه د ښوونځیو د ودانۍ کمښت، د باالمقطع ښوونکو نشتون، په ښوونځیو کې د لابراتوارنو نشتون، کوچیانو ته د تحصیلي بورسونو په پام کې نیول او ځینې نور موضوعات شریک کړل.
دوی زیاته کړه د زونونو په کچه ځینو ولایتونو کې کوچي زده کوونکو ته لیلیې په پام کې نیول شوي مګر زده کوونکو ته بسنه نکوي او د دې لیلیو پراخولو لپاره باید جدي اقدامات وشي.
د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي وویل: د معارف په چارو کې د سترو ننګونو او خنډونو د برطرفه کولو په پار نوې برنامې لري او په پام کې ده چې د ټولنې محرومو قشرونو ته لا توجه وشي.
د هغې په وینا ښوونې او روزنې ته لاسرسی د هر وګړي مسلم حق دی او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې وزارت رهبري به د خپلو خدمتونو په وړاندې کولو کې انډول په پام کې نیسي.
