د پوهنې وزارت سرپرست پکتیا ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۹:۱۹
dsfgsd

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د هېواد د ولایتونو د ښوونیز او روزنیز وضعیت د ارزونې په موخه، نن له خپل یو پلاوي سره پکتیا ولایت ته ورسېد.
 په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست له مشرتابه او کارکوونکو سره یې وکتل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د سرپرست له ورتګ څخه د هرکلي ترڅنګ، د دغه ریاست د کارونو او کړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې ریاست مسئولین او کارکوونکي خپلو اساسي مسئولیتونو ته متوجې کړل.
 په ورته مهال د پوهنې وزارت پلاوی، په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست مسئولینو یې ملتیا کوله، د یاد ولایت د ببرک خان ځدراڼ عالي لېسې او مرکزي دارالاېتام په ګډون له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته یې د پوهنیزو آسانتیاوو په اړه، چې د هېواد بچیانو د علمي وړتیاوو لوړولو په موخه د پوهنې وزارت لخوا چمتو شوې دي، معلومات ورکړل.
 ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د پکتیا ولایت مقام ته تشریف یوړ او د یاد ولایت  له والي مولوي مهرالله حماد او د علماوو شورا له رئیس شیخ مولوي صالح محمد فقیر سره یې وکتل.
 په دې کتنه کې د یاد ولایت د پوهنیز وضعیت د پیاوړتیا او لاښه والي په تړاو هراړخیز بحثونه ترسره شول.
دغه راز د ولایت مقام رهبرۍ او د علماوو شورا، د پوهنې وزارت د پلانونو د ملاتړ سربېره، د پوهنې وزارت سرپرست ته د دغه وزارت د پلانونو د عملي کولو ډاډ ورکړ.
همدارنګه د یاد سفر د آجنډا له مخې، نوموړي د یاد ولایت له مشرانو او شیعه علماوو سره هم وکتل.
 يادو علماوو هم د پوهنې وزارت کړنې وستايلې او د هېواد له تعليمي پلانونو يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس هلمند ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاوس طارق، د رسمي سفر په ترڅ کې هلمند ولایت ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له ریاست څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د سفر په پیل کې د هلمند له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي لپاره درسي کتابونه وپېرل شول

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند کریم شهید عالي لېسې لپاره، د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۱۰۰۰ ټوکه درسي کتابونه د ۳۵ زره او ۷۴۰ افغانیو په لګښت ترپېرلو وروسته د زده‌کوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۴۰
Background image

په فاریاب کې د دوو ښوونځیو لپاره ځمکه وقف شوه

د علم‌پال شخصیت محترم شرافت‌الدین له لوري د فاریاب ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ غلموري لومړني ښوونځي لپاره ۴۰۰۰ متره مربع ځمکه، چې ارزښت یې ۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
همدارنګه، په. . .

BACK TO NEWS