د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د پکتیا او پکتیکا ولایتونو له ښوونیز بهیر څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د هیواد بیلابیلو ولایاتو ته دخپلو سفرونو په ترڅ کې د شنبې په ورځ(۱۴۴۴/۱/۸هـ ق) د پکتیا ولایت ته سفر وکړ، د یاد ولایت له تعلیمي بهیر څخه یې له نږدې لیدنه وکړه، د پوهنې ریاست له مسئولینو او کارمندانو سره یې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه او ستونزې یې واورېدلې او بیا یې په ګردیز ښار کې یو باب دارالایتام په رسمي ډول پرانیست.
د یکشنبې په ورځ یې د پکتیکا ولایت ته تشریف یووړ، هلته یې د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسئولینو سره ولیدل، د ریاست مسئولینو د تعلیمي کارمندانو لپاره د ظرفیت د لوړولو په موخه د سيمینارونو د دایرولو، د تشکیل او بودیجې د کمښت، د کلیوالي مدارسو د لګښتونو او دې ورته نورو مسایلو په اړه دپوهنې وزارت له محترم وزیر صاحب سره خپل وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې. محترم وزیر صاحب ژمنه وکړه، چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې به عاجل اقدامات ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد سفر کې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو عمومي رئیس مولوي اول ګل ایوبي او د نظارت او ارزیابی رئیس مولوي صدرالدین سعد هم له وزیر صاحب سره ملتیا کوي.
