د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د بامیان ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۵:۱
123


 د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د هیواد ولایاتو ته د خپلو سفرونو په پیل کې لومړی سفر د بامیان ولایت ته ترسره کړ.
یاد هیئت لومړی د بامیان ولایت مقام ته تشریف یووړ، د یاد ولایت د والي مولوي عبدالله سرحدي له لوري ورته تود هرکلی وویل شو، وروسته یې د والي صاحب په ملتیا د یاد ولایت د پوهنې ریاست ته تشریف یووړ. د پوهنې ریاست د رئیس مولوي اسلام الدین عثماني او د ریاست د کارمندانو له لوري ورته تود هرکلی وویل شو. غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت سرپرست معین او د دفتر عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالخالق صادق لنډې خبرې وکړې او د غونډې له ګډون والو سره یې د وزیر صاحب په مشرۍ د راغلي پلاوي د سفر موخې شریکې کړې.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر غونډې ته وینا وکړه، نوموړي په خپله وینا کې د والي صاحب، د پوهنې د رئیس صاحب او نورو مسئولینو له تاوده هرکلي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت د هیواد د ټولو ولایاتو د تعلیمي بهیر د سمون په موخه جدي اقدامات پیل کړیدي او ددې کار لپاره اړینه ده چې د ټولو ولایاتو تعلیمي وضعیت له نږدې څخه وکتل شي، چې ددې اقدامتو په لړ کې بامیان لومړنی ولایت دی چې زما د مسئولیت له پیل سره سم ورته راغلو او دا لړۍ به همداسې جاري وي. نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت او یونیسف په ګډه هم غږي به په یاد ولایت کې ۱۰۰ بابه نوي سیمه ایز درسي ټولګي (CBE) تاسیس شي. همدارنګه هڅه کوو ترڅو د یونیسکو ادارې سره په هم غږي په یاد ولایت کې د سواد د زده کړې نوي ټولګي هم جوړ کړو. د نوموړي په وینا، هڅه کوو ترڅو د یاد ولایت د ښوونځیو ورانې شوې ودانۍ بیا له سره ورغوو او هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري ورته نوې ودانۍ جوړې کړو. نوموړي د خپلې وینا په پای کې زیاته کړه چې په مناسبو فرصتونو کې بیا هم یاد ولایت ته راځي او مختلفې تعلیمي پروژې به افتتاح کوي.
وروسته د بامیان ولایت د پوهنې رئیس مولوي اسلام الدین عثماني وینا وکړه، نوموړي په خپله وینا کې د وزیر صاحب په مشرۍ له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او په تعلیمي ډګر کې یې د یاد ولایت ستونزې له محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او وزیر صاحب د یادو ستونزو د حل ژمنه وکړه.
د پوهنې محترم وزیر صاحب په یاد سفر کې د مرکزي سیدآباد د هلکانو او نجونو له ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړه، د ښوونځیو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره یې له نږدې ولیدل او دهغوی وړاندېزونه یې واورېدل.
د سفر په پای کې محترم وزیر صاحب، والي صاحب او د پوهنې رئیس صاحب د ولایت د مقام د غونډو په تالار کې په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې هم برخه واخیسته او د خبریالانو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS