د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۷:۱۷
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

 قدرمن وزیر صاحب د یاد ریاست له کارکوونکو سره په لیدنه کې د تعارف ترڅنګ، هغوی ته د چارو د ښه سمون او د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره په اخلاص او صداقت د کار کولو سپارښتنې وکړې او کارکوونکي یې وهڅول ترڅو خپلې دندې په ښه توګه ترسره او د تعلیم د تعمیم په برخه کې خپله وجایب  ادا کړي.
ورپسې د بشري سرچینو لوی ریاست مشرتابه لخوا محترم وزیر صاحب ته ښه راغلاست وویل شو او ژمنتیا یې څرګنده کړه چې اړونده ورسپارل شوی مسئولیت او دندې به په ډېر اخلاص او ایمانداري ترسره کوي او ډاډ یې ورکړ چې د تعلیم او تربیې د ودې او پیاوړتیا په برخه کې به هیڅ راز هڅې او خدمتونه نه سپموي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS