د پوهنې وزارت سرپرست نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمېر دیني مدارسو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د نیمروز ولایت د پوهنې مسئولینو په ملتیا د دیني مدارسو تعلیمي وضعیت ارزونې په موخه، چخانسور، خاشرود او دلارام ولسوالیو ته ولاړ او په یادو ولسوالیو کې یې له جهاديه مدارسو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست د یاد سفر پر مهال د جلا جلا کتنو په ترڅ کې، د جهاديه مدارسو له یو شمېر مسئولینو، مدرسینو او طالب العلمانو سره خبرې وکړې او د اصلاحي بیانونو په ورکولو سره یې، طالب العلمان د دیني او عصري علومو زده کړې ته وهڅول.
ورپسې مدرسینو او مسئولینو د پوهنې وزارت سرپرست ته ښه راغلاست ووایه او خپل وړاندیزونه او نظریات یې له نوموړي سره شریک کړل، چې د وزارت د رهبرۍ له لوري د شته ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.