د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت د معین په مشرۍ د غزني ولایت د ګیرو ولسوالي ته د تللي هیئت د سفر لنډ راپور

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۹:۱۹
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت د معین په مشرۍ د غزني ولایت د ګیرو ولسوالي ته د تللي هیئت د سفر لنډ راپور

د روان ۱۴۴۴هــ.ق کال د جمادي الاول د میاشتې په لومړۍ نېټه د پنجشنبې ورځ، د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره مل پلاوي د غزني ولایت د ګیرو ولسوالي د مالک بن قیس لېسې د دولسم ټولګي فارغانو د فراغت غونډې په مراسمو کې د ګډون او د ښوونیز بهیر د ارزونې په موخه یادې ولسوالي ته سفر وکړ.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د یادې لېسې آمر د پوهنې وزارت محترم معین صاحب، راغلیو میلمنو، علماءکرامو، مخورو، سپین ږیرو او د غونډې ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او د راتګ له امله یې له هغوی څخه مننه وکړه.
وروسته د یادې لېسې ځینو ښوونکو، سیمه ایزو مخورو او مشرانو ویناوې وکړې او زده کوونکو خپلې په زړه پوري ترانې او مقالې واورولې. ویناوالو د پوهنې وزارت د معین صاحب په راتګ خوښي څرګنده کړه او د نوموړي راتګ یې د هیواد محرومو سیمو ته د یاد وزارت د پاملرنې او اهتمام یو ژوندی مثال وباله.
وروسته د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق وینا وکړه، نوموړي په خپله وینا کې د مالک بن قیس لېسې د دولسم ټولګیو فارغانو، د هغوی پلرونو، دسیمې خلکو  او د غونډې ټولو ګډون والو ته د مبارکي مراتب وړاندې کړل، په تیر شل کلن جهاد کې یې د هیواد د ټول ولس په تیره بیا د ګیرو ولسوالي د خلکو قربانۍ وستایلې او د علم او پوهې د تعمیم او ترویج په لاره کې یې د سیمې د ولسونو، د پوهنې د آمریت، ښوونکو او نورو تعلیمي مسئولینو هلې ځلې د ستاینې او مننې وړ وبللې.
نوموړي د عصري علومو د ارزښت په اړه هم تفصیلي خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت په تیره بیا د پوهنې وزارت هڅه کوي ترڅو دیني او عصري زده کړو ته هم مهاله کار او خدمت وکړي. نوموړي فارغ شویو زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه چې تل په خپلو زده کړو کې هڅاند واوسي، هر چیري او په هر ډول شرایطو کې خپل دین، هیواد، ټولنې او ارزښتونو ته ژمن پاتې شي.
غونډه د دولسم ټولګي فارغینو ته د ستاینلیکونو او سوغاتو په وېشلو او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۳۱
Background image

پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د قومي مشرانو او مهتممانو په مالي ملاتړ د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې مدرسې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په هرات کې د یوه ښوونځي لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرولو او د درسي ټولګیو د کمښت ستونزې حل په موخه، د هرات ولایت زنده‌جان ولسوالۍ اړوند چهاردره لېسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې د یاد ښوونځي د شورا د غړو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د دوه بابه مدارسو له ودانیزو چاروڅخه لیدنه وشوه

د دیني مدارسو د ښوونیزو، ودانیزو او اداري فعالیتونو له بهیر څخه د څارنې په موخه، د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند له امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) او احیاءالعلوم مدارسو څخه لیدنه وشوه او. . .

BACK TO NEWS