د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین جوزجان ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۱۳
25

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر جوزجان ولایت ته ولاړ.

نوموړي په پیل کې د جوزجان ولایت د مقام مرستیال مولوي نورالدین عمیر سره په داسې حال کې وکتل، چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد هم حضور درلود.

په یاده کتنه کې د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیزو او روزنیزو پلانونو په تړاو خبرې وشوې او د یاد ولایت د مقام مرستیال د پوهنې وزارت مشرتابه ته د پوهنیز وضعیت لاښه والي په برخه کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

ورپسې د پوهنې وزارت معین د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس، آمرینو او کارکوونکو سره په جلا جلا توګه وکتل او د یاد ریاست د ستونزو په ګډون یې د کارونو او کړنو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د غونډې په دوام، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د پوهنې ریاست د مسلکي غړو له روزنیز او میتودیک سیمینار څخه لیدنه وکړه او له ګډون والو څخه یې وغوښتل، چې له خپلو زده کړو مهارتونو څخه په ورځنیو چارو کې اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS