د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین په یوه رسمي سفر لوګر ولایت ته ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۰:۰
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین په یوه رسمي سفر لوګر ولایت ته ولاړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید او ورسره مل پلاوی د ښوونې او روزنې د وضعیت د ارزونې په موخه د لوګر ولایت د مرکز په شمول د یاد ولایت د خروار ولسوالۍ له یو شمېر دیني مدارسو څخه لیدنه وکړه.
د دې کتنې په ترڅ کې ښاغلي معین صاحب د یادو دیني مدارسو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره له نږدې ولېدل. د عاليقدر امیرالمؤمنین له لوري چې د لوګر ولایت دیني مدارسو سره کومه مرسته شوې وه، د یاد پلاوي له لوري توزیع شوه.
د مدارسو مسئولینو د ا.ا د مشرتابه له دې مرستې او پاملرني څخه چې مدارسو ته یې لري خوښي څرګنده او ژمنه یې  وکړه چې د هېواد د بچیانو په سالمه ښوونه او روزنه کې به خپلې هڅې کړندۍ ساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS