د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین په یوه رسمي سفر لوګر ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید او ورسره مل پلاوی د ښوونې او روزنې د وضعیت د ارزونې په موخه د لوګر ولایت د مرکز په شمول د یاد ولایت د خروار ولسوالۍ له یو شمېر دیني مدارسو څخه لیدنه وکړه.
د دې کتنې په ترڅ کې ښاغلي معین صاحب د یادو دیني مدارسو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره له نږدې ولېدل. د عاليقدر امیرالمؤمنین له لوري چې د لوګر ولایت دیني مدارسو سره کومه مرسته شوې وه، د یاد پلاوي له لوري توزیع شوه.
د مدارسو مسئولینو د ا.ا د مشرتابه له دې مرستې او پاملرني څخه چې مدارسو ته یې لري خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د بچیانو په سالمه ښوونه او روزنه کې به خپلې هڅې کړندۍ ساتي.
