د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین له لوري د پکتیا ولایت سرحدي ښوونیز بنسټونه وارزول شول
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید چې د پکتیا ولایت د ښوونځیو او سرحدي مدارسو ارزونې په موخه، پکتیا ولایت ته تللی، د یاد ولایت د پوهنې له مسئولینو سره یې د سرحدي اریوب ولسوالۍ د سپین کلی، بیان خېل، خوازي خېل، ګل عندی مدارس او خیال محمد عالي لېسې څخه د لیدنې پر مهال، د هغوی درسي او اداري چارې هم وارزولې.
نوموړي د يادو ادارو د کارکوونکو ستونزې او نظرونه واورېدل او د حل په برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
