د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د کابل ښار ښوونځیو د ساینسي مضامینو د ښووونکو له ښوونیزو پروګرامونو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی ریاست تر چتر لاندې د یونسف موسسې په مالي ملاتړ د کابل ښار د ښوونیزو حوزو آمرینو، د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته چې ټول ټال یې شمیر ۱۳۰۰ تنو ته رسیږي، د ساینسي مضامینو، ریاضیاتو او کمپيوټر په برخه کې د عملي زدکړو له پیل شوي پروګرام څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د یاد پروګرام په هکله د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئيس ښاغلي معین صاحب ته د جوړ شوي پروګرام په هکله معلومات وړاندی کړل، او همدا شان معین صاحب د بیولوژي څانګې راغلو ښوونکو ته لنډه وینا وکړه ، د ښوونکو په استازولي ښاغلي نعمت الله د یاد پروګرام په ترڅ کې د معین صاحب او مل پلاوي څخه مننه وکړه او دا ډول پروګرامو جوړول یې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړونې په برخه کې مهم ګام وباله.
معین صاحب او ورسره مل پلاوي د ښوونیزو حوزو برحاله آمرینو او مدیرانو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د یاد ښوونیز پروګرام څخه اعظمي ګټه پورته کړي همدارنګه ګډونوالو ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو د پروګرام په هکله خپل نظریات، وړاندیزونو او ستونزی په لیکلي بڼه خپلو ترینرانو ته وسپاري، ترڅو په راتلونکو پروګرامونو کې ترې ګټه واخیستل شي.
